Ahmadzaibusiness

en_US
en
off
Mobile View
Desktop View
 
د افغانستان غرونه
2493

د افغانستان مهم غرونه عبارت دي له (1) د هندوکش غرونه (2) د بابا غر (3) سپين غر (1) د هندوکش غرونه : د افغانستان د ډيرو لويو غرونو څخه شميرل کيږي چي د افغانستان په شمال ختيځ د کوچني پامير څخه پيل شوي دي او د سويل په لور د باميان تر دري پوري غزيدلي دي د ختيځ هندوکش غرونو لوړه څوکه د تيراجمير نوميږي په چترال کي پرته ده او (7750) متره لوړوالي لري ډيره لوړه څوکه د افغانستان په خاوره کي نوشاخ نوميږي د سمندر له سطحي څخه (7485) متره لوړوالي لري او په دغو غرونو کي د شيبر کنډو د مشهورو کنډونو څخه شميرل کيږي

.

PreviousNext

Sample Picture 2

Lorem Ipsum is simply dummy text of the printing and typesetting industry. Lorem Ipsum is simply dummy text of the printing and typesetting industry. Lorem Ipsum is simply dummy text of the printing and typesetting industry.

(3) سپين غر : سپين غر د افغانستان په ختيځ کي پروت دي لوړه څوکه يي سيکارام نوميږي د سمندر له سطحي څخه (4755) متره لوړوالي لري شمالي او سويلي سيمي يي له پراخ طبعي ځنګلونو څخه ډک دي

د هندوکش غر: دا غر دهيواد په منځ کی  داسې غځيدلی پروت  دی چی د هيواد شمالي برخه د جنوب،اوجنوب ختيزو برخو څخه بيلوي . د سمندر له سطحې نه يې لوړوالی ٧٧٤٠ متره دی . لوړه څوکه يې د تيراج مير په نامه  ياديږی چې تل په  واروو پوښل شوی وی . دهيواد زياتره سيندونه له همدی غره او يا يې   له څانګو څخه سر چينه اخلی. مشهور کوتلونه يې خاواک، سالنګ او بروغيل دي
د بابا غر :  دا غر دهندوکش له  غره څخه د باميان  شيله بيلوي او دلويديز خواته د ٢٠٠ کيلو مترو په اوږ دوالي غځيدلی دی ،  جګوالی يې د هندوکش غره  په پرتله لږ دی  . لوړه څوکه يې د شاه فولادي په نامه ياديږي او د هلمند سيند له همدې غره څخه سرچينه اخلي 
سفيدکوه :  د با با له غره څخه دهرات تر شمال- لويديز پوری غځيدلی دی  . د مرغاب سيند اود هريرود  ځنې مرستيالان سيندونه له همدی غره څخه سر چينه اخلی . د دی غره لويديزه برخه سر ابندبولی
سياه کوه : دا غر هم له بابا غره څخه د سفيد کوه سره غبرګ دهرات تر جنوب – لويديز پوری غځيدلی دی .  خاشرود سيند له همدې غره څخه سر چينه اخلی
سپين غر: نو موړی غر د پيښور ښار له لويديز څخه د کابل ښار د تر جنوب پوری غځيدلی دی،  يوه څانګه يی  ننګرهار له  پکتيا  څخه بيلوی، لوړه څوکه يې ٤٧٥٥ متره ده
سليمان غر: دا غر هم په جنوب کی غځيدلی دی چی شمالی لړۍ يی تر سپين غر پوری رسيږی . لوړ څوکه يی د سليمان تخت په نامه ياديږی
تير بند ترکستان: نوموړی غر له بابا غره څخه پيل شوی او د شمال خوا ته تر
 بالا مرغاب پورې غځيدلی دی. سربيره پر دغو يادو شويو غرونو ، نور کوچني غرونه لکه :  واخان، نورستان، هندوراج، خواجه محمد، سفيد خرس،لعل، بند بايان، هزارسنګ، کفتر خانه، فيروز کوه، بادغيسات، سيابوبک، التيمور، چاګايي، شيرم، البرز، شاديان هم د يادونې وړ دي 

.

د نړۍ تر ټولو جګ غر څو متره دی؟

د نړۍ تر ټولو لوړ غر په نیپال کې دی چې "ایورسټ" نومېږي او ویل کېږي کابو ۹ زره متره لوړوالی لري. خو نیپالي چارواکي اوس په دې خبره کې یو څه شکمن دي

له همدې کبله دوی اوس غواړي چې د دوو کلونو په موده کې د دې غره اصل لوړوالی مالوم کړي

د نیپال د ایورسټ د غره لوړوالی ۸۸۴۸ متره ښودل شوی. په همدې حساب دا د نړی تر ټولو جګ غر بلل کېږي

خو په ۲۰۱۵ کال کې په دې هېواد کې یوې لویې او وژونکې زلزلې، اوس د نیپالي چارواکو په زړه کې شک پیدا کړی

دوی ادعا کوي چې د زلرلې له کبله د ایورسټ غر له خپل اصلي موقعیته یو څه ښورېدلی دی

غږ افغانه غرختونکې د ایټالیا الپ غرونو سر ته ختلې
۴۴ کلنې نیپالۍ اتم ځل ایورسټ غره څوکې ته د ختلو ریکارډ مات کړ
د بابا غر لوړې څوکې او اماتور غرختونکي

چارواکي دا شک هم لري چې ښایي د ایورسټ غره په لوړوالي کې بدلون راغلی وي

د کټمنډو پوسټ ورځپاڼه لیکي، په دې دوه کلنه پروژه به کابو یو نیم میلیون ډالره لګښت راځي او په ترڅ کې به یې دا هم کتل کېږي چې اقلیمي بدلون پر ایورسټ غره څه ډول اغېز کړی

.