Ahmadzaibusiness

en_US
en
off
Mobile View
Desktop View
 
جهانی تجارتونه
1167


مارکتينگ Marketing 


دا خبره مهمه نده چي مونږ بازار موندنه څه تعريفوو ، مهم او اصلي خبره داده جي پدي باندي پوه شو چي په ننى عصر کي د بازار موندني څخه مونږ نشو کولاى اقتصادي فعاليتونو ته ادامه ورکړو ، او دا چي بازار موندنه اشتهارات ندي بلکي د توليد يا خدمت ارايه کول بازار ته صحيح قيمت سره ده. 
بازار موندنه ټولو کسبونو او کارونو پوري اړه لري ليکن تر اوسه پوري په صحيح ډول پيژندل شوى نده او اکثره اوقات د اشتهاراتو او خرڅلاؤ سره اشتباه کيږي ، بلکي حقيقت دادى چي دا ټول او نور شيان د بازاريابي ساحه جوړوي او تشکيلوي  
مارکتينگ د مشتريانو او د بازار د يو بحث څخه عبارت دي ، يو شرکت دي لپاره چي کامياب شي بايد خپل اهداف د مشتري په غوښتنو او د بازار د ضرورياتو په بنا تنظيم کړي ، نو بايد له دي نظره د مديريت د بيانولو څخه عبارت دي

د بازاريابي پيژندگلوي 
لاندي خبري مونږ ځيني وخت اوړو چي دا ټول د مارکتينگ تاثيرات دى

هغوى بهترين دي
زه هميشه هلته ډوډى خوړم 
زه يواځي د هغه هوايي کرښي سره سفر ته ځم 
زه خپل الکترونيکي سامان آلات دهغه فروشگاه څخه اخلم 
زه غواړم هغه مکتب ته لاړشم 

د مارکتينگ تعريف 
د مارکتينگ لپاره ډير تعريفونه شته ، چي مونږ په لاندي توگه ويلاى شو 
د منجمنت پروسه ده چي د مشتريانو غوښتني مشخص کوي ، هغه چمتو کوي او هغوى ته ئي رسوي