Ahmadzaibusiness

en_US
en
off
Mobile View
Desktop View
 
تجارتی خبرونه
3127


دایران او افغانستان تجارت او ټرانزیټ اصلي پروګرامونه دي

داسلامي ایران و لسمشر وویل دافغانستان او ایران ترمینځ  ټرانزیټ او تجارت ددواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو دپراختیا لپاره اصلي پروګرامونه دي 

زمونږ خبریال وايي دایران ولسمشر حسن روحاني نن په تهران کښې د افغانستان او ایران دلوړرتبه پلاویو په ګډې غونډې کښې ټینګار وکړ هرڅومره چې افغانستان امنه شي او زیاته پراختیا ومومي اقتصادي تبادلات اوپه نتیجه  کښې ټولنیز او کلتوري تعاملات به زیات شي او دغه چاره ددواړو هیوادونو په ګټه ده 

دایران ولسمشر حسن روحاني دافغانستان دټولو قومونو او ډلو دشتون او د ارامښت دټینګیدا په چوکاټ کښې د ملي وحدت دحکومت دفعالیت په امبارکۍ سره وویل دایران اسلامي جمهوریت تل دافغانستان دملت په څنګ وو او دی او دافغانستان دملت ملاتړ یې کړی دی 

دایران ولسمسشر حسن روحاني دسرحدي سیندونو د اوبو د حق په باره کښې دافغانستان او ایران خبرو ته په اشارې سره وویل دواړه هیوادونه باید ددغه موضوع لپاره یو(۱) چوکاټ پلان کړي چې حق، عدل او انصاف  اجرا شي او دواړو ملتونو حقوق تامین شي


مالیې وزارت او ښاروالي د موټرو تم‌ځایونه ډېروي

مالیې وزارت د کابل ښاروالۍ په مرسته د ښار د سړکونو ترڅنګ د موټرو لپاره تم ځایونه جوړوي


د موټرو تم ځایونه خصوصي شرکتونو ته سپارل کیږي چې له دې درکه به دولت نږدې یو نیم میلیارد افغانۍ راټولي


د دې ترڅنګ د مالیه وزارت په کندهار کې د لمریزې برښنا د تولید هوکړه هم لاسلیک کړي دي


د مالیه وزارت او د کابل ښاروالي اوس پلان لري چې د دې ستونزې د دایمي حل لپاره د  نورو بهرنیو هیوادونو په ‌ډیزاین د سړکونو ترڅنګ موټرونو ته تم‌ځایونه یا پارکینګونه جوړ کړي.


د دې پروژې تطبیق ډیرکاري فرصوتونه برابروي او هرکال به  ۱.۳ میلیون ډالر عواید دولت ته راشي
 په غونډه کې د مالیه وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي په کندهار کې  د ۳۹ میلیونو ‌ډالرو په ارزښت د لمریزې برښنا د هوکړې د لاسلیک خبرورکړ.


د لمریزې برښنا  د هوکړې تطبیق د ډیزلي برښنا د تولید کچه کموي چې له دې سره به د هوا ککړوالی کم شي او ډیر کاري فرصتونه برابر شي.

'د اوربند اعلان خلکو کې کمزورې هیله راټوکولې'

وال سټريټ ژورنال

امريکايۍ وال سټريټ ژورنال وايي، طالبان دا لومړى ځل دى چې طالبان په تېرو اوولسو کلونو کې اوربند اعلانوي

د ورځپاڼې په وينا، که څه هم طالبانو د خپل دغه اقدام په اړه وضاحت نه ورکړى، خو داسې برېښي چې دا اعلان د سياسي نوښت د تر بيا ترلاسه کولو لپاره شوى وي، ځکه ولسمشر غني د تېرې فبرورۍ په وروستيو کې اعلان کړى و چې د سياسي پخلاينې لپاره د سياسي گوند په توگه د طالبانو رسميت پېژني او خبرو اترو ته چمتو دى

ورځپاڼه وايي، د حکومت او طالبانو له لوري د اوربند اعلان په خلکو کې کمزورې هيله راټوکولې چې دواړه غاړې ښايي د سولې په لور لا په زغرده گاومونه واخلي

ټايمز اف انديا

خو ټايمز اف انديا بيا کابل کې د يوۀ بهرني شنونکي په وينا ليکلي چې د طالبانو له لوري د اوربند اعلان د باور جوړونې په موخه شوى او که دا اوربند په بريالي توب پلى شي نو د سولې خبرو اترو سره مرسته کولى شي

افغان دولت د طالبانو درې ورځني اوربند هرکلی کړی

غني: د اختر تر پنځمې په وسله والو طالبانو تهاجمي عملیات نه کوو

خو ځينو نورو بيا په ډېر احتياط خبردارى ورکړى چې د حقاني شبکه ښايي د داعش په نامه بريدونه وکړي چې د دوى په باور وړاندې يې داسې کړي

په مزارشریف کې د ښځو مزدوري

'ډېر سخته ده چې کار ونه کړم هم نه کېږي کور مې هم لیرې دی، سهار شپږ بجې پلې ځم د مازدیګره تر پنځو بجو او بېرته پیاده ځم، څه چاره شته، له سوالګرۍ خو ښه ده، اسمان لوړ او ځمکه سخته'

ظاهراً ددغو مېرمنو ډېری یې د پنځه شپږ کسیزه کورنیو نفقه پرغاړه لري، هغه څه چې په اوسنیو شرایطو کې یې ځینې نران هم په تیارولو نه توانېږي

د ژوند د ناخوالو او اقتصادي ستونزو د دغو مېرمنو په کتار کې ځینې ځوانې مېرمنې هم شته چې وايي له بده مرغه د ټولنې او کوڅو ځینې کسان پسې بېځایه خبرې هم کوي. یوه له دوی چې خپل عمر ۳۵ کاله او خپل مستعار نوم نجییه ښيي وايي له دې امله هم ځوریږي

''ماته ددې ویل ښه نه دي، ځوانه یم، هرڅوک هرڅه وايي، اول وایم خدایه مرګ راکړې که مرګ نه راکوې روزي راکړې، بیا وایم چې دلته کارته راځم ددې توان راکړې چې پر خپلو مټو کار وکړم او ماشومانو ته مې ډوډۍ ورکړم

مازدیګر مهال له نژدې ۱۲ ساعته کار وروسته ددغو مېرمنو په څېره د ستړیا خولې راماتې وي، د ډېرو لاسونه د سبو پر ګردونو او خټو ککړ وي خو د ورځې ګرمۍ ته د تېرې کړې ستړیا په بدل کې بیا دوی خپله تنخا ډېره کمه ګڼي، چې تر ډېره له خپل مزد نه ناراضه وي