Ahmadzaibusiness

en_US
en
off
Mobile View
Desktop View
 
هیواد
1679

د نړۍ ۱۰ ټاپ تجارتي مرکزونه

توکیو: د نړۍ په ټاپ ۱۰ تجارتي مرکزونو کې موږ توکیو ته اول ځای ورکوو. چی د جاپان پایتخت هم بلل دی، په دې وختونو کې توکیو د اقتصادی او مالی جریان، تجارتی مرکز، ښه ژوند کولو، علم او معلوماتي جریان له پلوه په لومړی قطار کې ځای لری

توکیو د خپل اقتصادی فعالیتونو او وړتیاوو له مخی د نړی مشهو ښار بلل کیږی 

لندن: د نړۍ په ټاپ ۱۰ تجارتی مرکزونو کې موږ لندن ته دوهم ځای ورکوو. چی د انګلستان پلازمېنه ده، لندن د نړۍ دوهم ښار دی چی له توکیو وروسته یی د مالی جریان، تجارتی مرکز، ښه ژوند کولو، علم او معلوماتي جریان له مخی په دوهم قطار کې راغلو. قوی، با انرژی او له جوش نه ډک اقتصادي مارکېټونه د لندن استحکام دي. نو ځکه د نړۍ یو له مهمو او اصلی  تجارتی ښارونو څخه بلل کېږی

نیویارک: د نړۍ په ټاپ ۱۰ تجارتی مرکزونو کې موږ  نیویارک ته درییم ځای ورکوو. چې دا ځای د آمریکا متحده ایالاتو د تجارت اصلی نقطه بلل کیږی، دا هم ویلی شو چې د ټولې نړی اقتصاد له دغې یوې مهم نقطې  څخه کنترول کیږی چې دا نړیوال ښارونه او مارکېټونه سره نیښلوی او تجارتی فعالیتونه په ټولو ملکونو کې پرمخ بیایی. نیویارک په شمالی امریکاکې اول ځای لری، لنډه دا چې موږ ویلی شو چی د نړۍ دغه ښار د ټولې نړي تجارتی ښارونو ته ماتې ورکولای شی